Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د حماس د ویاند په شمول اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د حماس د ویاند عبداللطیف القنوع په ګډون اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویترز اژانس د حماس پورې اړوند رسنیو له قوله راپور ورکړی چې القنوع نن سهار (پنج‌شنبه د وري۷مه) د غزې د شمال په «جبالیه» سیمه کې په خپله خیمه کې په نښه شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

حماس هم د عبدالطیف القنوع وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې په جبالیه کې یې پر خیمه هوایي برید شوی او «شهید» شوی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په دغه برید کې څو کسان ټپیان شوي دي.

رویترز لیکلي، د اسرائیل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسانو په غزه کې او یو بل تن په خان‌یونس کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي، غزه کې د اسرائیلو د نظامي بریدونو له بیا پیل څخه تر اوسه لږ تر لږه ۸۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی چې له نیمایي ډېر یې ماشومان او مېرمنې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.