کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د حماس د ویاند عبداللطیف القنوع په ګډون اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویترز اژانس د حماس پورې اړوند رسنیو له قوله راپور ورکړی چې القنوع نن سهار (پنجشنبه د وري۷مه) د غزې د شمال په «جبالیه» سیمه کې په خپله خیمه کې په نښه شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
حماس هم د عبدالطیف القنوع وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې په جبالیه کې یې پر خیمه هوایي برید شوی او «شهید» شوی دی.
د غزې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په دغه برید کې څو کسان ټپیان شوي دي.
رویترز لیکلي، د اسرائیل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسانو په غزه کې او یو بل تن په خانیونس کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي، غزه کې د اسرائیلو د نظامي بریدونو له بیا پیل څخه تر اوسه لږ تر لږه ۸۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی چې له نیمایي ډېر یې ماشومان او مېرمنې دي.