Language

فراه کې له ۸۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

فراه‌ښار (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۴): د فراه سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په بکواه او ګلستان ولسوالیو کې له ۸۵۰ سیلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې مرستې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست له لوري ویشل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته درې کمپلې، شپږ صابون او ۵۰ کیلوګرامه غنم ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د فراه ولایت په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي وو او  خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.