Language

د سالنګ لویه لار د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار نن سهار له دواړو لورو د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د ټولګټور وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سالنګ لویه لار نن سهار اته بجې بېرته د مسافروړونکو موټرو د تګ‌راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

هغه ویلي چې یاده لار د سختې واورې ورېدو او شدید توپان له امله تېره شپه ۱۰:۰۰ بجې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

حق‌شناس زیاته کړې چې دا مهال د حفظ او مراقبت مسوولینو له لوري له سړکه د واورې پاکولو چارې روانې دي او له موټرچلوونکو یې غوښتي څو پر دې لاره د سفر پر مهال ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي.