کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): تېره اونۍ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نورو امنیتي چارواکو د ا.ا له مشرتابه سره وکتل، امریکا د خلیفه سراجالدین حقاني په ګډون ا.ا پر درېیو چارواکو اېښودل شوې جایزې لغوه کړې او بېلابېلو نړۍوالو بنسټو افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډېدو پر دوام اندېښنه وښوده.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په ګډون امنیتي چارواکو د ا.ا له مشرتابه سره ناسته وکړه.
- د سراجالدین حقاني او دوو نورو چارواکو پر سر د امریکا جایزه لغوه شوه، ا.ا: د جایزو لغوه کېدل سیاسي لاستهراوړنه ده.
- اسلامي امارت په ناروې کې کونسلي خدمات پیلوي.
- عراقچي: ا.ا خپل حاکمیت تثبیت کړی. ا.ا: د عراقچي څرګندونې د افغانستان د واقعیتونو د سم درک په معنا دي.
- ایران: د افغان کډوالو د ستنولو پروسه به په تدریجي او ابرومندانه ډول ترسره شي.
- بېلابېلو نړۍوالو بنسټو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډېدو پر دوام اندېښنه ښودلې.
- تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.
- د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې افغان کډوال نیول او ځورول کېږي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.
تېره اونۍ، د پروان امنیې قوماندانۍ ویلي، د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې هغه څلورکسیزه ډله له پولیسو سره نښته کې له منځه وړل شوې چې «د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم یې غلاوې کولې.»
دغه راز، راپورونه ښیي چې تېره اونۍ ناپېژانده وسلهوالو په تخار کې یو کس په ډزو وژلی و.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
امنيتي ناسته
تېره ورځ، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرستانو او د استخباراتو عمومي ريیس کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره ناسته کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي، په دې غونډه کې د امنيتي بنسټونو وړانديزونه واورېدل شول او هغوى ته د اجرااتو او کاري استقامت برخه کې لازمې لارښوونې وشوې او د یادو بنسټونو د نظم، تجهیز او ظرفیت لوړولو په موخه مهم تصمیمونه ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني استعفا کړې، خو د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع دغه څرګندونې رد کړې وې؛ ځینو سرچینو دا هم ویلي وو چې حقاني له څه مودې راهیسې د کورنیو چارو وزارت ته هم نه ورځي.
له ا.ا سره نړۍوالې اړيکې
وړمه اونۍ یوه امریکایي پلاوي کابل ته سفر وکړ او له هغه وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو او قطر په منځګړیتوب یې د یوه بشردوستانه اقدام په ترڅ کې یو امریکايي بندي جورج ګلزمن له بنده خوشی کړ. اسلامي امارت د یاد امریکایي پلاوي سفر یو مثبت ګام بللی و.
له یاد سفر وروسته، تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سراجالدین حقاني لس میلیون ډالره او د اسلامي امارت پر دوو نورو کسانو (عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني) پنځه پنځه میلیون ډالره جایزې لرې کړې.
دغه راز، د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېفبيای) هم تېره اونۍ د سراج الدین حقاني پر سر د لس میلیون ډالرو جايزې لغوه کېدو اعلان وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یادو جایزو لغوه کېدل د اسلامي امارت د بهرني سیاست برخه کې یو پرمختګ بللی او ویلي یې دي: «څو ورځې وړاندې موږ پرمختګونه درلودل، مثلاً د یوه هېواد سره مو اړیکې تامین کړې، ځيني خلک، ملګري او مشران د جایزو له لېستونو ووتل، دا په خپله پرمختګ دی او دا پرمختګونه لا دوام کوي؛ دا په سیمهییزه کچه هم خپله اغېزه لري، په نړۍواله کچه هم خپل اغېز لري او امارت د یوه مسوول لوري، د یوه منل شوي لوري په توګه معرفي کوي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع د انعامونو لرې کېدل د ا.ا د دوامداره ډیپلوماټیکو هڅو پايله بللې او زیاته کړې یې وه: «دا یو ښه ګام دی، دا زموږ له نړۍ، په ځانګړي ډول له امریکا سره د نوي تعامل ښکارندویي کوي؛ امریکايي پلاوي وویل چې غواړي له موږ سره مثبت تعامل او د باور فضا پراخه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ناروې په پلازمېنه اسلو کې کونسلي خدمات بیا پیلوي.
د راپورونو له مخې، د تېر ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې په ۱۹مه په ناروې کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې دغه سفارت د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه تړل کېږي.
افغانستان کې د ثبات د تحکيم په اړه د عراقچي څرګندونې او د ا.ا هرکلی
تېره اونۍ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي وو چې اسلامي امارت په تېرو درېنیمو کلونو کې په افغانستان کې خپل حاکمیت تثبیت کړی او د تېر خلاف چې د دغه هېواد هره څنډه به د یوه کس په لاس کې وه، اوس داسې نه ده، حاکمیت او امنیت ټینګ دي.
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او وايي، دا څرګندونې په اصل کې د افغانستان د شته واقعیتونو د سم درک په معنا دي.
عراقچي دا هم ویلي چې افغان کډوال به له کابل سره د یوې ګډې طرحې له مخې په تدریجي او ابرومندانه توګه خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
د نجونو زدهکړې او په تړاو یې اندېښنې
تېره اونۍ، ځينو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډېدو پر دوام اندېښنه ښودلې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، څلور کاله پوره کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ځنډول شوې او دوی یې خواشیني کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه ځنډ د افغانستان «ناورین» نور هم پېچلی کوي.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، د نجونو د زدهکړو ځنډېدل د افغانستان د بیارغونې امکانات کموي او باید لغوه شي.
دغه راز، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په افغانستان کې له زدهکړو او تحصیل څخه د نجونو محرومیت بېعدالتي بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه چاره به راتلونکي نسلونه هم اغېزمن کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام د نجونو له بنسټیزو حقونو سرغړونه بللې او له اسلامي امارته يې غوښتي چې عمر ته له پاملرنې پرته دې ټولو نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
په اعلامیه کې د یونیسف د معلوماتو له مخې راغلي چې تر دې دمه د نجونو د زدهکړو د ځنډ له امله ۲.۲ میلیون افغان نجونې اغېزمنې شوې او څلور سوه زرو ته یې یوازې سږ کال زیان اوړي.
افغان چارواکو تر اوسه د دې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي چې د مناسبو شرایطو په برابرېدو سره به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.
د تورخم دروازې پرانیستل کېدل، د افغان کډوالو را ایستل او کابل ته د صادقخان راتګ
تېره اونۍ، تورخم دروازه – چې شاوخوا مياشت مخکې پاکستاني لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې د افغان پولهساتو ځواکونو د نظامي تاسيساتو جوړولو په غبرګون کې تړلې وه – د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
له دې وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له محمدصادق خان سره په لیدنه کې ویلي چې په ترانزیټي او تجارتي برخو کې خنډونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.
دغه راز، هغه ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال باید د جبري ایستلو پر ځای په تدریج سره په ابرومندانه شکل خپل وطن ته راستانه شي.
دا په داسې په حال کې چې د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې نیول او ځورول کېږي. یاد سازمان له پاکستانه غوښتي چې په جبري ډول د افغان کډوالو د ايستنې طرحه لغوه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP