Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید لپاره د پانګونې طرحه تایید شوه

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د خصوصي سکټور د ۵۰،۶۹ میلیون ډالرو د پانګونې طرحه تایید شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

خبرپاڼه کاږي، دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان‌وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له هراړخیزې ارزونې وروسته د روان ۱۴۰۴ مالي کال په بودجه کې یې د شاملولو پرېکړه شوې ده.

د خبرپاڼې په حواله، په دغه غونډه کې د کندهار د بای‌پاس لویې لارې جوړولو، ارغستان بند جوړولو، له کابل ولایته تر جلال‌اباد پورې د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي غځولو او په جلال‌اباد ښار کې د شیخ مصري سب‌سټېشن د چارو بشپړولو پر موضوعاتو هم بحث وشو.

د خبرپاڼې له مخې، له تفصیلي بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ ګنده کوتل د سرب او جست له کان څخه لاسته راغلي عواید دې د مالیې وزارت له لوري د ځانګړي کوډ په ایجادولو سره یادو عام‌المنفعه پروژو ته ځانګړي شي.

خبرپاڼه کې راغلي، غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي مزي د پاتې چارو، د بت‌خاک نوي سب‌سټېشن جوړولو، د چمتلي سب‌سټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو او همداراز د ارغندۍ سب‌سټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو پروژو لپاره د ځمکو د استملاک، لېږد او تصفیې پروسې د چټکولو په اړه هم بحث وشو.

خبرپاڼه کاږي، له بحث وروسته کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د یادو پروژو لپاره د ځمکې د تصفیې او استملاک پاتې ۲۰ سلنه چارې بشپړې کړي او مالیه وزارت دې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یادو پروژو لپاره د ځمکې استملاک ته بودجه ځانګړې کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د غونډې په پای کې له خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې طرحه تایید شوه چې خصوصي سکټور به د دغه طرحې له مخې ۵۰،۶۹ میلیون ډالره پانګونه کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یادې پرېکړې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري تایید شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.