کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په تېر لمریز کال کې د څه باندې ۴۷۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له افغانستانه نږدې ۱۶۰ زره ټنه وچه مېوه صادر شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن په یوه ويډیو کې ویلي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د شاوخوا ۱۵۹ زره ټنه په وزن او څه باندې ۴۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د وچې مېوې صادرات ترسره شوي دي.
د هغه په وینا، د وچې مېوې په صادراتو کې ممیز، انځر، د زردالو کښتې، پسته، بادام، جلغوزي، چهارمغز او نورې مېوې شاملې وي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده اندازه وچه مېوه هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو، روسیې، چین، انګلیستان، المان، کاناډا، ازبکستان، امریکا او نورو هېوادونو ته صادر شوې ده.