کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د افغانستان ستره محکمه وايي، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۴۶۳ بندیان ازاد شول او ۳۱۵۲ نور بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی.
د افغانستان سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د عالي مقام د حکم او د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل پر اساس د هېواد په کچه له زندانونو څخه (۵۶۱۵) مستحق زندانیان له بنده آزاد او یا د بند موده کې تخفیف ورکړل شوی.
خبرپاڼه کاږي، د یادو زندانیانو له ډلې ۲۴۶۳ هغه بندیان چې د عفوې مستحق وو، ازاد شوي او ۳۱۵۲ نور بندیان چې د تخفیف وړ وو، د بند په موده کې یې تخفیف راغلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP