Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: لوګر کې هره ورځ ۴۰ زره لېتره شیدې تولید او پروسس کېږي

پل‌علم (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د لوګر ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې هره ورځ ۴۰ زره لېتره شیدې تولید او پروسس کېږي او د کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونه ته لېږل کېږي.

د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله اوس دغه ولایت کې مالداري پرمختګ کړی او په خبره یې چې د لوګر مالداران هره ورځ په نورماله توګه ۴۰ زره لېتره شیدې پروسس او د پلازمېنې په ګډون یې ګاونډيو ولایتونو ته لېږي.

هغه وویل، کرنې ریاست دغه ولایت کې له مالدارانو هر اړخیز ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ډېر شمېر بې‌وزله کورنۍ په ځانګړې توګه مېرمنې د شیدو ترلاسه کېدو په موخه لوی او واړه څاروي ساتي او په عوایدو يې خپلې ورځېنۍ چارې سمبالوي.

ورته مهال، هغه مالداران چې په کورونو کې د شیدو ترلاسه کېدو لپاره څاروي ساتي له خپل کاروباره خوښ دي او په خبره یې چې له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د پل‌علم ښار اوسېدونکي احمد فواد وویل: «په کور کې دوه د شیدو غواګانې لرم او هره ورځ ورڅخه تر شل لېتره پورې شیدې اخلم او دغه شیدې د خرڅلاو په موخه بازار ته وړم، له همدې لارې مو د کور مصرف پیدا کېږي.»

دغه راز، د پل‌علم ښار اوسېدونکې بصیرې وویل، سلګونه داسې مېرمنې پېژني چې د څارویو په ساتنه او پالنه بوختې دې.

هغې وویل، اړتیا ده چې مېرمنو ته د مالداري د مسلکي ساتنې، لبنیاتو راټولولو او پروسس برخو کې لازمې مشورې او روزنه ورکړل شي.

 بصیرې وویل: «زمونږ په ولایت کې لسګونه مېرمنې شته، زما په ګډون چې هره ورځ لسګونه کیلوګرامه شیدې له خپلو مالونو ترلاسه کوي، یوه کیلو شیدې له ۲۵ افغانیو نیولې تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه شمس‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، لوګر ولایت د څارویو د ساتنې لپاره مناسبه هوا او مناسب خواړه لري چې د پخوا په پرتله په‌کې مالداري ډېره شوې ده.

نوموړي دغه راز وویل، د معیاري پروسس مرکزونو د نشتون له امله هره ورځ زرګونه کیلو شیدې نورو ولایتونو ته په نیمه بیه استول کېږي او زیاتوي که دغه شیدې په ښه ډول پروسس شي او له منځه تللو کچه یې کمه شي، بیه به یې تل ثابته او مالدارن به یې له زیان خوندي پاتي شي.

هغه له کرنې او مالداري وزارت او د کرنې د برخې له مرستندویه موسسو غواړي چې لوګر کې د شیدو او په ټوله کې د لبنیاتو د پروسس لپاره مناسب مرکزونه جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.