زرنج (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۴): ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
چخانسور ولسوالۍ کې د رحمان کلي ملک رحمتالله مشهور په حاجي عبدالرحمان پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر کال زموږ کلي کې ۳۰۰۰ جریب ځمکه وکرل شوه، سلګونه کروندګرو له سهار تر ماښامه د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره په دغو ځمکو کې کار کاوه، د کال په لومړیو کې یو ځل اوبه راغلې او خلکو کرنه وکړه خو له هغې وروسته خلکو اوبه ونهلیدې.»
نوموړی چې اوس ځمکه د کښت لپاره چمتو کوي، وايي: «تېر کال خلکو پالیز وکرل، تخمونه یې واخیستل، د ټراکټور پیسې یې ورکړې، ژمی سېلاب راغی او د خلکو پالیزونه یې له منځه یووړل، اوس چې په ټول چخانسور کې وګرځې د غنمو یا وربشو یو بوټی نشته، خلک دربدره شول.»
هغه سوړ اسویلی وایست او ویې ویل: «مالداران هم دربدره شول، ډېری مالونه یې د فراه لاشجوین ولسوالۍ، هرات، هلمند او زرنج ښار ته یووړل، ما خپله خپل مالونه هلمند ته یووړل… خو یو شمېر مالدارانو خپل څاروي وپلورل.»
د هغه په وینا، په رحمان کلي کې پخوا ۱۱۲ کورنیو ژوند کاوه، اوس ټول له بیکارۍ او وچکالۍ کډه شوي او اوس په دې کلي کې یوازې ۶۴ کورنۍ پاتې دي.
ورته مهال، په یاده ولسوالۍ کې یو مالدار نعیم بلوچ وايي، ۳۰۰ پسونه او اوزې یې درلودل، خو د وچکالۍ له امله یو شمېر تلف شول او یو شمېر نور یې د دې لپاره چې ژوندي پاتې شي د فراه جوین ولسوالۍ ته یې یووړل او اوس غواړي ایران ته د کډوالۍ په موخه یوه لار پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: «زما د ژوند ټوله دارایی همدغه مالونه وو؛ ځکه ما له کلونو راهیسې له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوله، ۱۰۰ پسونه او اوزې تېر کال د وښو نشتون له امله تلف شول له ۱۰۰ ډېر سږ کال مړه شول، یو شمېر چې پاتې وو د فراه لاش جوین ولسوالۍ ته مې یووړل څو ژوندي پاتې شي، اوس اړ یمه چې له بیکارۍ ایران ته لاړ شم.»
خو دا ستونزه یوازې په چخانسور ولسوالۍ کې نه دي، بلکې د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته شکایت لري.
۴۵ کلنه رحیمه چې د زرنج ښار د «مولانا» کلي اوسېدونکې ده، سره له دې چې بېوزلې ده، اړ ده چې یو ځل سهار او یو ځل مازدیګر د دوو بوشکو اوبو راوړلو لپاره له اغزیو څخه پر ډکو لارو مزل ووهي څو د اوبو څاه ته ورسېږي. هغه له خپلو دوو لوڼو سره بوشکې راډکوي او اوبه راوړي.
د هغې په خبره، کلي کې یې چې کومې اوبه پیدا کېږي، تر ډېره تروې دي او د څښاک وړ نه دي.
دغهراز، د زرنج ښار د «خدایرحیم» کلي اوسېدونکی ۵۰ کلن عبدالله چې پر مرکب سپور و او څو مېرمنې او ماشومان ورسره پلي روان وو، د اوبو راوړلو لپاره لرې سیمې ته تلل.
هغه چې له ګاوندي کلي (بلوچ کلي) څخه اوبه راوړي، زیاته یې کړه: «زموږ په کلي کې څاګانې وچې شوې، زه پر خر یو ساعت کې ځم او راځم خو ښځې دوه ساعته پلی مزل کوي، د څاه اوبه تروې دي، اړ یوو چې له همدې اوبو ګټه واخلو، خوږې اوبه نه پیدا کېږي.»
د هغه په خبره، په کلي کې یې څه باندې ۷۰ کورنۍ ژوند کوي چې ټولې د همدې څاه له اوبو څخه ګټه پورته کوي خو په اوړي کې د اوبو سخت کمښت سره مخ کېږي؛ ځکه چې د ډېرې ګرمۍ له امله د دې کلي د څاه اوبه هم کمېږي.
کنګ ولسوالۍ هم له وچکالۍ څخه زیانمنه شوې ده.
د یادې ولسوالۍ د درویشک کلي اوسېدونکې ګلبيبي چې له خپلو درېیو اولادونو سره د اوبو لپاره په قطار کې په تمه وه، وویل: «زموږ له کلي څخه ټول خلک د وچکالۍ له امله وتښتېدل، کرنه نشته، غنم نه دي کرل شوي، مالداري نشته، د شپې ډوډۍ ته حیران یو.»
نوموړي زیاته کړه: «په اوړي کې څلور سطله اوبه باسو، د څاه اوبه وچېږي، بیا دوه ساعته همدلته کېنو چې څاه کې اوبه پیدا شي، بیا په نوبت اوبه اخلو.»
ورته مهال، د کنګ ولسوالۍ د شورا رییس مولوي محمدجمعه اسلامیار د وچکالۍ له امله د خلکو د ستونزمن وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي: «کنګ چې پخوا اباده او شنه وه، د نیمروز تر ټولو ډېر نفوس لرونکې ولسوالۍ وه، وچکالۍ خلک ډېر تنګ کړي، ټول فراري شول او کنګ ولسوالۍ له بودوباش خالي شوې ده.»
د هغه په خبره، هغه کورنۍ چې د څاه کېندلو وس لري، څاه کني خو نورو خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له څاه څخه یې ګټه پورته کړي.
د کنګ ولسوالۍ مرستیال مولوي احمدثابت وایي: «د وچکالیو له امله کنګ کې ۸۰ سلنه مالداري له منځه تللې…. د ځینو مالدارانو چې وضعیت ښه وو، بادغیس، فراه او هلمند ته کډه شوي او ځینو یې چې د کډې کېدو وس نه درلود خپل مالونه وپلورل.»
هغه وویل: «کنګ کې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره نیمه بوشکه تروې او نیمه بوشکه خوږې اوبه هغه هم که پیدا شي، ګډوي چې د روغتیا له پلوه ان څاریو ته د استفادې وړ نه دي، انسان خو لا پرېږده.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کنګ ولسوالۍ نفوس په تېرو کلونو کې ۲۰ زره کسانو ته رسېده، خو د اوبو د کمښت او وچکالیو له امله خلکو کډه کړې یا کډوال شوي، اوس یې نفوس ۱۰ زرو ته رسېدلی، ډېری کلي خالي شوي دي.
ورته مهال، د نیمروز د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالخالق حکیم الله د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د پام وړ د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ کمېدو خبره کوي.
هغه وایي چې دغه ولایت کې شاوخوا ۸۵ زره ۸۸۶ هکتاره کرنیزه ځمکه موجوده چې د اوبو د کمښت او وچکالیو له امله په مرکز، کنګ، چخانسور او چهاربرجک ولسوالیو کې د کښتوړ سیمې کمې شوې دي.
د نیمروز د کرنې او مالدارۍ رییس په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د کموالي اساسي لامل وچکالي او د فصلي بارانونو نشتوالی یادوي.
ورته مهال، د زرنج پایني فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اوبو د سرچینو امر انجنیر ابراهیم رییسي د ځمکې لاندې اوبو کمېدو خبره کوي او وایي، د نیمروز د ځمکې لاندې اوبه له سطحي اوبو سره تړاو لري که په څو میاشتو کې جریان ونه لري، د نیمروز د ځمکې لاندې اوبه هم کمېږي.
هغه وایي: «د نیمروز د ځمکې لاندې اوبیزې سرچینې د هلمند له سیند سره سل په سلو کې تړاو لري، خو وروستیو کلونو کې د نیمروز د ځمکې لاندې اوبه د پام وړ کمې شوې چې د اخیستل شوې ډېټا له مخې، د نیمروز د ځمکې لاندې څاهګانو اوبه د تېر کال په پرتله دوه متره ټيټې شوې او لامل یې د سطحي اوبو نشتوالی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې وچکالي نه یوازې په نیمروز او د نورو ولایتونو په کچه موجوده ده، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې شته او د مسوولینو ټينګار تل پر دې دی چې نباید د ځمکې لاندې اوبو څخه بېدرېغه استفاده وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP