مهترلام (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴): د لغمان ولایتي مسوولین وایي، تېر یوه کال کې په مرکز او ولسوالیو کې د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځکړيتوب د دښمنۍ ۱۶۳ نوې او د لسګونو کلونو پخوانۍ قضیې حل او فصل شوې دي.
د لغمان ولایت د والي ویاند عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر یوه کال کې په مرکز مهترلام او پنځهګونو ولسوالیو کې د ولایتي ادارې، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب ګڼ شمېر د دښمنۍ قضیې پای ته رسېدلې دي.
نیازي وویل: «په مرکز مهترلام کې د ۱۱۰ کورنیو ترمنځ چې ۵۰ تنه پهکې ټپیان شوي وو، الینګار ولسوالۍ د ۱۵۳ کورنیو ترمنځ چې۱۴ تنه پهکې وژل شوي او ۴۵ تنه پهکې ټپیان وو، په دولتشاه ولسوالۍ کې د ۱۰ کورنیو ترمنځ دښمني چې ۳۰ تنه پهکې وژل شوي وو، په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۴۰ کورنیو ترمنځ چې شپږ تنه پهکې وژل شوي او اته تنه ټپیان وو، په قرغیو ولسوالۍ کې اووه قضیې چې ۱۸ تنه پهکې وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي وو او همدارنګه په بادپښ ولسوالۍ کې اووه قضیې چې دوه تنه پهکې وژل شوي او شپږ تنه ټپیان یې درلودل حل او فصل شوې دي چې ټولې ۳۲۷ کورنۍ کېږي.»
ورته مهال، هغه کورنۍ چې پخوا یې دښمنۍ لرلې او اوس له دښمنیو خلاص شوي، د ځایي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د هڅو ستاینه کوي.
د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکي محمدرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «دوولس کاله مخکې مو دښمني د ځمکې په سر رامنځته شوې وه چې په پایله کې مې ځوان وراره له لاسه ورکړ، نه مو خوب درلود نه مو ارام درلود، هره ورځ به مو یو د بل وژلو ته پلان جوړوو، خو د خوښۍ خبره شوه چې د قومي مشرانو او دیني علماوو سر بېره د ځایي مسوولینو په منځګړيتوب مو دښمني په دوستي بدله شوه.»
دغه راز د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکي ۵۰ کلن خیاليګل وویل چې د عمر ۳۰ کاله یې په دښمنۍ کې تېر شوي دي.
هغه زیاته کړه، په دښمنۍ کې یې دوه ترونه وژل شوي او لادونه یې د له زدهکړو څخه بېبرخې شوي، کور، کلی او زراعتي ځمکې ورڅخه پاتې شوې او له ګڼو نورو ستونزو سره یې شپې او ورځې تېرې کړې دي.
د هغه په خبره، تېر کال د قومي مشرانو او ځایي مسوولینو په هڅو یې دښمني حل او فصل شوه او اوس د وروګلورۍ په فضاء کې ژوند کوي.
همدارنګه د دولتشاه ولسوالۍ اوسېدونکي محمداقبال وویل، په دوه کلنه دښمني کې یې د کورنۍ څلور غړي ووژل شول، خو اوس یې دښمني پای ته رسېدلې او له مقابل لوري سره هیڅ ډول ستونزه نهلري.
د یادونې ده، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب سلګونه دغه ډول د دښمنۍ قضيې حل شوې چې خلک ورڅخه خوشحاله دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP