اسعداباد (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۴): کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتوي چې له هر ډول پرمختیایي چارو بېبرخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
کونړ ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته د څېرمې پرتې سرکاڼو ولسوالۍ د مرکزي کلي اوسېدونکي اسماعیل سادات وویل، په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو او ناامنیو له امله په سیمه کې هیڅ ډول پراختیايي پروژه نه ده پلې شوې.
هغه وویل: «دوه لسیزې زموږ د ولسوالۍ په ګڼو درو او کلیو کې جګړه او ناامني تېره شوې، خلک یې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې دي، سړک نه لرو، مجهز روغتیایي مرکزونه نشته.»
نوموړي زیاته کړه، یوازې داخلي جنګونو یې سیمه نه ده ځپلې، بلکې وخت ناوخت د پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو له امله هم ورته درانه ځاني او مالي زیانونه ور اوښتي چې له امله یې ژوند تریخ شوی دی.
دغه راز، فرضي کرښې ته د څېرمه شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي چې په تېرو کلونو کې ورته حکومتونو د بنسټیزو پروژو پلې کېدو برخه کې پاملرنه نه ده کړې.
د یادې ولسوالي د سوونو درې اوسېدونکي غازيخان وویل، د ولسوالۍ په ډېرو کلیو کې یې روغتیایي اسانتیاوې نشته، کلیوال یې په ډېر کړاو له ساعتونو پلي مزل وروسته خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته وړي چې ډېر کله یې هلته هم د امکاناتو د کمښت له امله په سمه توګه درملنه نه کېږي.
هغه وویل: «زموږ سیمه جګړو ځپلې ده، ډېرو درو ته مو سړکونه نشته، روغتیایي مرکزونو ته د خلکو لاسرسی ګران دی، که درته ووایو چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې یو هم کمه به نه وي.»
نوموړی زیاتوي چې خلک یې بېوزله دي او د خپل ورځني ژوند اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ له لارې پوره کوي چې حکومت باید ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.
هغوی له حکومته غواړي چې په هېواد کې د جګړې له ختمېدو سره د کونړ لرې پرتې او له پراختیایي چارو وروسته پاتې ولسوالیو ته پاملرنه ډېره کړي او د ولس اړتیاوو ته په کتو د بیارغونې، پوهنې، کرنې، مالدارۍ او روغتیا برخو کې ورته بنسټیزې پروژې پلې کړي.
په همدې حال کې د کونړ سیمهییز چارواکي وایي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د کونړ د ګڼو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې یو شمېر رغنیزې او پراختیایي پروژې پلې شوې او د ځینو چارې اوس هم دوام لري.
د کونړ د والي مرستیال عبدالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی، حکومت هڅه کوي د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو پراختیایي او بنسټیزې پروژې پلې کړي.
هغه وویل: «د تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د کونړ ګڼو لرو پرتو سیمو کې سړکونه، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه جوړ شوي او لا هم په یو شمېر سیمو کې د ورته نورو پروژو کارونه دوام لري.»
هغه زیاتوي، پلان لري چې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو اساسي کارونه ترسره کړي.
د یادولو ده، تېر څه باندې شلو کلونو کې ډیورنډ فرضې کرښې ته څېرمه ولسوالۍ د جګړو ترڅنګ ډېر ځله د پاکستاني ځواکونو تر توپچي بریدونو لاندې راغلي او د حکومتونو له لوري هم ورته د پراختیایي چارو برخه کې ډېره پاملرنه نه ده شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP