کونړ کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ دوه کسان مړه، شپږ ټپیان او دوه ماشومان لادرکه شوي
د کونړ سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یو موټر سیند ته لوېدلی چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، دوه ماشومان لادرکه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.



