Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه

ټرینکوټ (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د اروزګان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

د اروزګان امنیه قومانداني ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کارخونه د دغه ولایت مرکز د ټرینکوټ ښار په دورافشان سیمه کې له منځه وړل شوې ده.

هغه وویل چې له یادې کارخونې ۴۵۹ کیلوګرامه میده شوي ومان، ۳۳ لیټره ډیزل، ٢٠ لیټره تېزاب، ١٧ بېلره او یو موټر او یوه اندازه نور توکي ترلاسه شوي دي.

دی وایي چې په دې تړاو یې یو کس هم نیولی دی او له څېړنو وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.