جلالاباد (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوه ښځه له خپلو درېیو ماشومانو سره سیند ته لوېدلې او څلورو واړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د حصارک ولسوالۍ د چهارتوتو کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه مېرمن له خپلوانو کره د عمرې مبارکۍ لپاره تلله چې له خپلو اولادونو سره یو ځای سیند ته لوېدلې او څلورواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
یو ځایي اوسېدونکي، رحمت ګل وایي چې خلکو د دوی د ژغورلو هڅه وکړه، خو د سیند بهیر ډېر چټک و، او بریالي نه شول.
هغه وایي چې د امنیتي ځواکونو د یادو څلورو تنو مړي موندلي او کورنۍ ته یې سپارلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP