Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې یوه ښځه له درېیو اولادونو سره اوبو ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړی

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوه ښځه له خپلو درېیو ماشومانو سره سیند ته لوېدلې او څلورو واړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د حصارک ولسوالۍ د چهارتوتو کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه مېرمن له خپلوانو کره د عمرې مبارکۍ لپاره تلله چې له خپلو اولادونو سره یو ځای سیند ته لوېدلې او څلورواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

یو ځایي اوسېدونکي، رحمت ګل وایي چې خلکو د دوی د ژغورلو هڅه وکړه، خو د سیند بهیر ډېر چټک و، او بریالي نه شول.

هغه وایي چې د امنیتي ځواکونو د یادو څلورو تنو مړي موندلي او کورنۍ ته یې سپارلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.