Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د پاخه ‌عمر لرونکو کسانو ترمنځ د نښې ویشتلو سيالي ترسره شوه

ګردېز (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): په لومړي ځل د پکتيا زرمت ولسوالۍ کې د «روسي ښکيلاک د غازي مجاهدينو» تر سرليک لاندې د ۶۰ پاخه ‌عمر لرونکو کسانو ترمنځ د پخوانيو ټوپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالي ترسره شوه.

د سياليو تنظيمونکي قاري سلطان محمود وويل چې د نښې ويشتلو د دود را ژوندي کولو په موخه یې په لومړي ځل د پاخه ‌عمر لرونکو کسانو ترمنځ د پخوانيو ټوپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالي ترسره کړه.

هغه زياته کړه: «له ياده سیالي څخه مو موخه د اتفاق او يووالي رامنځته کول دي، بله موخه پخواني دود تازه کول دي؛ پخوا به زموږ مشرانو د خوښيو په مراسمو کې نښې ويشتلې، د دې دود تازه کول دي.»

د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وويل چې د نښې ويشتل د پکتيا د خلکو يو تر ټولو پخوانی دود دی.

هغه وويل: «دا سيالۍ چې وې له يو طرفه شرعي کار دی او بل اړخه زموږ او تاسو عنعنات هم دي، دغه سيالۍ چې وې په دې کې د روسانو پر وړاندې مجاهدينو ګډون کړی و.»

د يادو سياليو يو شمېر ګډونوالو هم خوښي څرګنده کړه چې په لومړي ځل ورته د ټوپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالۍ جوړې شوې وې.

يوه ګډونوال عبدالقديم پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا به د بېلابېلو ښاديو په مراسمو کې مشرانو او ځوانانو د ټوپک په وسيله نښې ويشتلې.

هغه وایي، اوس وخت کې ياد تاريخي دود له منځه تللی او له ډېر وخت وروسته يې د نښې ويشتلو سياليو کې ګډون وکړ.

د نښې ويشتلو د سيالۍ يوه بل ګډونوال رحيم‌شاه هم پژواک ته وويل چې د نښې ويشتلو سيالي ترڅنګ ځينې نور دودونه لکه د تورو په وسيله سيالی، نيزه بازي او ځينې نورې تاريخي سيالۍ هم له منځه تللې دي چې بايد را تازه کېدو لپاره يې کار وشي.

د يادونې ده چې د ټوپکو په وسيله نښې ويشتلو یاده سيالي په لومړي ځل په زرمت ولسوالۍ کې ترسره شوه چې نښه ويشتونکي یې د پاخه عمر لرونکي کسان وو.

يو شمېر مشرانو غوښتنه وکړه چې د تاريخي دودونو د را ژوندي کېدو لپاره بايد اړوند ادارې لا ډېر کار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.