اسعداباد (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د کونړ امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان دي.
د کونړ ولایت امنیه قومانداني ویاند فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت د مرکز اسعداباد اړوند د ډنډونو سیمه کې دوو موټرو ټکر کړی او د دانګام ولسوالۍ اړوند سیمه کې بیا یو موټر چپه شوی دی.
هغه وویل چې په دغو دواړو پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.
دهقان وایي چې د پېښو ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP