Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میرضیایف: د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو رغنده همکارۍ ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د ازبکستان ولسمشر وايي چې د افغانستان په تړاو یې د سیاستونو ډېری مخالفین اوس د دغو سیاستونو پر سموالي پوهېدلي او د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ازبکستان له رغنده همکارۍ پرته ناشونی دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له یورونیوز سره مرکه کې ویلي چې د افغانستان په تړاو د ازبکستان تګلاره تل ریښتینې او له ستراتیژیکي پلوه اوږدمهاله ده.

هغه زیاته کړې: «موږ هېڅکله خپل ګاونډی نه دی منزوي کړی او نه مو ورته شا کړې ده. موږ تل پر دې باور یو چې د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د خپل تر ټولو نږدې او مهم شریک ازبکستان، له رغنده تعامل پرته ناشونی دی.»

د هغه په ​​خبره، ډېرى هغه کسان چې په لومړيو کې د افغانستان په تړاو د ازبکستان د سیاست هره مخالف وو، اوس د هغه د سموالي منلو ته اړ شوي دي.

شوکت میرضیایف وايي، د افغانستان اوسنی حکومت توانیدلی چې سرچینې د زیربناوو د پراختیا برخه کې د هوایي ډګرونو، د کورنیو ریل‌پټلۍ شبکو، د اوبو او انرژۍ د تاسیساتو او دغه راز د کوکنارو د کښت کمولو په برخو کې ولګوي.

هغه ویلي په اوسنیو شرایطو کې باید افغانستان ته د نوو ستراتیژیکو فرصتونو د رامنځته کولو له پلوه پاملرنه وشي.

میرضیایف وايي، په نړۍوالو اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان یوځای کول، په ځانکړې توګه په دغه هېواد کې د زیربنایي پروژو د پلي کولو له لارې، حیاتي اهمیت لري.

هغه زیاته کړې: «په دې برخه کې موږ چمتو یو چې له اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه د یوه مثبت او نوښتي پلان د مخکې وړو لپاره چې له افغانستان سره مرسته وکړي؛ کار وکړو، څو نه یوازې پر اوسني ناورین غلبه وکړي، بلکې په اوږدمهال کې هم پرمختګ وکړي، زموږ په اند، په دې پړاو کې اصلي دنده له افغانستان سره د زده‌کړې برخه کې د مرستو دوام دی.»

د هغه په باور، په افغانستان کې ثبات او بيارغونه د مرکزي اسيا هېوادونو او اروپايي ټولنې له ګډو ګټو سره تړاو لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.