میرضیایف: د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو رغنده همکارۍ ته اړتیا لري
د ازبکستان ولسمشر وايي چې د افغانستان په تړاو یې د سیاستونو ډېری مخالفین اوس د دغو سیاستونو پر سموالي پوهېدلي او د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ازبکستان له رغنده همکارۍ پرته ناشونی دی.



