Language

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله سبا له یمن سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله سبا (جمعه) د اسیا ملتونو جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د یمن د فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره کوي.

دغه لوبه به د کابل پر وخت د  شپې ۹:۳۰ بجې د سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي د یادو سیالیو په C ګروپ کې له سویلي کوریا، یمن او انډونیزیا له لوبډلو سره لوبېږي.

د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ به د روان کال د اپریل میاشتې له ۳مې تر ۲۰مې نېټې ترسره شي.

یادو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري.