Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال: د اسلامي نظام د بقا لپاره د ولس د غوښتنو اورېدل ضرور دي

پل‌علم (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې د اسلامي نظام د بقا لپاره د ولس د غوښتنو اورېدل ضرور دي او هغوی ته دې د اړتیا له مخې خدمات وړاندې شي.

لوګر کې د «اسلامي امارت د رهبرۍ د فرامینو د تطبیق او د ولسي یووالي د پیاوړتیا» په موخه ولسي غونډه ترسره شوه چې په‌کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د دغه ولایت یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

 

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور یادې غونډې ته وویل، د ا.ا د رهبري ټول فرامین په بشپړه توګه په دغه ولایت کې عملي شوي او هڅه کوي چې په دې برخه کې شته ستونزو ته هم د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

دین‌پرور زیاته کړه، د لوګر ولسونه په خپلو کې غوره یووالی لري او د ا.ا له نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي.

بلخوا، د لوګر د علماوو شورا استازي مولوي شریف‌الله وویل، د ناسمو رواجونو او مېرمنو په تړاو د ا.ا د رهبري فرمان په ښه توګه عملی شوی او هڅه کوي چې د علماوو شورا له ادرسه په دغه ولایت کې د ناسمو رواجونو په بشپړ ډول مخنیوی وکړي.

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالله مختار وویل، ولسونو ته په کار ده چې په خپلو کې یووالي وساتي او شته نظام د خپل هېواد لپاره لوی فرصت وګڼي او په کلکه یې ملاتړ وکړي.

نوموړي همدارنګه د نظام پر مسوولنیو غږ وکړ چې د اسلامي نظام د بقا لپاره دې د ولس غوښتنې واورېدل شي او هغوی ‌ته دې د اړتیا له مخې خدمات وړاندې شي.

کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالله مختار همدارنګه له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې په خپلو چارو کې عدالت رامنځته کړي او هیچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې د ا.ا نظام بدنام کړي.

د غونډې په پای کې یو شمېر قومي مشرانو د خپلو سیمو ستونزې او غوښتنې له مسوولینو سره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې ا.ا باید د ولس ستونزو ته رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.