کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه امریکا ته پر صادرېدونکو توکو له لس تر ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې.
د بيبيسي د راپور له مخې، ټرمپ تېره شپه ویلي چې امریکا ته پر ټولو واردېدونکو موټرونو ۲۵ سلنه تعرفه وضع کېږي او تر راتلونکو درېیو ورځو (د اپرېل ۵مه) به پر نورو ټولو وارداتي توکو هم لږ تر لږه ۱۰ سلنه تعرفه پلې شي.
راپور کې راغلي چې هغه د بریتانیا پر صادراتي توکو لس سلنه، د اروپايي ټولنې ۲۰ سلنه او د یو شمېر نورو هېوادونو پر صادراتي توکو ان تر ۵۰ سلنه تعرفه لوړه کړې ده. راپور کې د نورو هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي.
ټرمپ ځینو هېوادونو ته په اشارې ادعا کړې چې ګوندې له امریکا سره په سوداګرۍ کې «درغلي» کوي او امریکایان د ډېرې تعرفې پرېکولو ته اړباسي.
هغه ویلي، اروپايي ټولنه له امریکا د چرګانو په پېرلو کې سرغړونه کوي او د چین، جاپان او سویلي کوریا په څېر اسیايي هېوادونه یې نه پرېږدي چې هلته خپلې وریجې وپلوري.
ده دغهراز ویلي چې د ځینو هېوادونو پر صادراتي توکو به تعرفه د اپرېل له ۹مې وروسته نوره هم لوړه شي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني بیا ویلي، د امریکا دغه نوې تعرفې ایټالیوي تولېدوونکو ته سخت زیان اړولی او باکیفیته ایټالیايي توکو ته د امریکایانو لاسرسی محدودولی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP