Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میانمار کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څه باندې ۳۰۰۰ کسانو ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، میانمار کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څه باندې ۳۰۰۰ کسانو ته رسېدلې او زرګونه کسان په داسې حال کې ټپيان او لادرکه دي چې د هوا د سختو شرایطو او بارانونو له امله ښايي د ژغورنې هڅې لا پېچلې او د ناروغیو د خپرېدو خطر هم ډېر شي.

رویترز راپور ورکړی چې میانمار کې د تېرې جمعې ورځې د ۷.۷ درجې زلزلې د قربانیان شمېر ۳۰۸۵ کسانو ته رسېدلی دی. سرچینه زیاتوي چې یاده پېښه کې څه باندې ۴۷۰۰ کسان ټپيان او ۳۴۱ کسان لادرکه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د میانمار په زیانمنو شوو سیمو لکه ماندالای، ساګاینګ او نایپیداو کې د وبا په څېر ناروغیو خپرېدو خطر ډېر شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو سیمو کې د ځینو روغتیايي مرکزونو ویجاړېدو له امله روغتیايي وضعیت ته رسیدنه هم ستونزمنه شوې ده.

رویترز لیکي، خلکو د سانتي‌ګراد په ۳۸ درجې تودوخه کې په ازاده فضا کې کمپونه وهلي او ډېری یې له زلزلې څخه د وېرې له امله خپلو کورونو ته نشي ورتللای او او پر سړکونو اوسېږي.

سرچینه زیاتوي، د هوا د سختو شرایطو لکه د راتلونکې اونۍ د یکشنبې له ورځې تر د اپرېل ۱۱مې نېټې پورې د غیرمعمول ورښتونو وړاندوینې د مرستندویانو پر وړاندې نوې اندېښنې رامنځته کړي دي.

مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې پیش‌بیني شوي ورښتونه ښايي د نارغیو د خپرېدو لامل شي او د ژغورنې د هڅو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي؛ ځکه چې ډېری خلک په موقتي کمپونو کې اوسېږي.

راپورنه ښیي چې یاد کړکېچن وضعیت د میانمار اقتصادي ستونزو او د داخلي جګړې شرایطو ته په کتو د مرستې رسونې او ژغورنې هڅې پېچلي کړې دي. نړۍوال سازمانونه هم په دې هڅه کې دي چې پاتې خلکو ته مرستې ورسوي او د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.