Language

د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

شبرغان (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د جوزجان سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، نن سهار (جمعه، د وري ۱۵مه) د دغه ولایت د فیض‌اباد ولسوالۍ په «شیشه خانه» کلي په مربوطاتو کې د شبرغان – مزارشریف پر عمومي لار یو سراچه موټر چپه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دغه پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

حلیمي د یادې پېښې لامل ګړندی تګ او د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بولي.