Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کاپیسا د باغدرې بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات پیل شول

محمودراقي (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): ځایي مسوولین وایي چې نن د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات د عینک مسو قراردادي چینایي کمپنۍ له خوا پیل شول.

دغه بند چې کاپیسا ولایت مرکز کې موقعیت لري، د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو هوکړه‌لیک یې د تېر کال د لېندۍ میاشتې په ۱۱مه د اوبو او انرژۍ وزارت او د عینک مسو قراردادي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.

د دغه تړون له مخې، یاد چینایي شرکت مکلف دی چې اتو میاشتو کې د دغه بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات تر سره کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د دغه تړون د لاسلیک کېدو پرمهال د لوګر ولایت د عینک مسو پروژې د برېښنا د تامین په برخه د باغدرې بند پروژې له اهمیته یادونه کړې وه او ویلي یې وو چې د باغدرې بند پروژې تطبیق به د چین او افغانستان ترمنځ د ګډو همکاریو یوه مهمه لاسته‌راوړنه وي.

د کاپیسا ولایت د مقام ویاند عبدالعزیز نظري، د دغه بند د تولید ظرفیت ۲۲۶ تر ۲۴۰ میګاواټه یاد کړ او له جزییاتو ورکولو پرته یې وویل چې له هغه به پنځه ولایتونه مستفید شي.

هغه وایي چې دا لویه پروژه به په درېیو پړاونو کې بشپړه شي.

نظري پژواک ته وویل چې نن (د وري ۱۶مه) د دغه ولایت په مرکز کې د یاد بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات، سیمې ته د ماشینرۍ په انتقال سره پیل شول.

هغه وایي: «ټاکل شوې ام‌سي‌سي –جي‌سي‌‌ال کمپنۍ اتو راتلونکو میاشتو کې د باغدرې بند لابرتواري، جیوفزیک او جیوتخنیک څېړنې ترسره کړي.»

هغه وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت به د تړون مطابق له دغه شرکت سره همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.