Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: د بدخشان – نورستان مواصلاتي لارې جوړولو چارې نږدې ۶۰ سلنه مخې ته تللې

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د کران‌ومنجان او د نورستان ولایت مرکز تر منځ د غځېدلي سړک په جوړېدو سره به یاده ولسوالۍ د هېواد د شمال‌ختیځ او ختیځ ولایتونو ترمنځ پر مواصلاتي څلورلارې بدله شي او دغه راز به د خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري وایي، دفاع وزارت مصمم دی چې د بدخشان د کران‌ومنجان ولسوالۍ د نورستان، پنجشېر، بدخشان او د پاکستان چترال شاه‌سلیم ترمنځ پر یوې ټرانزیتي څلورلارې بدله کړي.

ده وویل، په پام کې ده چې دا لاره په بهارک ولسوالۍ کې د یمګان او جرم ولسوالیو له لارې د ورېښمو لارې سره ونښلول شي او له دې لارې سوداګریز توکې د هېواد نورو سیمو ته انتقال شي.

هغه زیاته کړه، اوس‌مهال د دغه سړک د جوړولو چارې د کران‌منجان ولسوالۍ منجان حوزې شهران کلي کې د نورستان مرکز پارون پر لور په چټکۍ روانې دي.

بلخوا، د دفاع وزارت د فوق‌العاده لوا د انجنیرۍ مدیر حافظ مولوي نقیب‌الله فرقاني چې د دې پروژې اجراییوي مسوولیت پر غاړه لري، وایي، د دغه سړک د ۱۷۵ کیلومترو له جملې تر اوسه پر ۱۰۴ کیلومتره (۵۹.۵ سلنه یې) چغل اچونه شوې، پراخ او هوار شوی دی، دا سړک د ۱۰ مترو او په ځينو ځایونو کې له ۱۵ تر ۲۰ مترو په پلنوالي جوړېږي.

هغه وایي، دا سړک د افغانستان او سیمې لپاره اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي برخو ځانګړی اهمیت لري او کولای شي د بدخشان له لارې شمال‌ختیځ ولایتونه له ختیځ ولایتونو او پکتیا سره ونښلوي او هڅې روانې دي څو دا سړک نږدې څلورو میاشتو کې د لویو موټرو پر مخ پرانیستل شي.

د سیمې اوسېدونکي هم د دې پروژې پر تطبیق خوښ دي.

د بدخشان د کران‌و‌منجان ولسوالۍ د شهران کلي یوه اوسېدونکي محمدابراهیم وویل، مخکې د سړک نشتوالی د دې لامل شوی و چې د بدخشان تر مرکزه یوه کس په رسېدو دوه زره افغانۍ او د یوه موټر د رسېدو په موخه ۱۰ زره افغاني ورکړي او ځينو مواردو کې روغتیایي مرکزونو او د بهارک ولسوالۍ او فیض‌اباد روغتونونو ته د ناروغانو د انتقال په ترڅ کې ناروغان د لارې په اوږدو کې مړه کېدل.

د کران‌‌ومنجان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی جمعه‌الدین وایي چې تېر کې د مواصلاتي لارې نشتوالي له امله په دې ولسوالۍ کې د فیض‌اباد ښار په پرتله د خوراکي توکو بیې څو برابره لوړې وې او اوس هیله‌من دی چې د دغه سړک په بشپړېدو سره ښه تغییرات راشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.