Language

پروان کې د کوچني اختر والیبال سیالۍ د «میته ځوانانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

چاریکار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د پروان ولایت په سرخ‌ پارسا ولسوالۍ کې د کوچني اختر والیبال سیالۍ چې د ۱۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې، د میته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عبدالظاهر خالقیار مجاهد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادو لوبو یوه اونۍ دوام وکړ.

هغه زیاته کړه، په وروستۍ لوبه کې د «میته ځوانانو» او «خواجه‌امان ځوانانو» لوبډلې له یو بل سره لوبه وکړه چې په پایله کې د میته ځوانانو لوبډلې درې پر یو خواجه‌امان ځوانانو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د هغه په وینا، د خواجه‌ امان او میته (ب) ځوانانو لوبډلې په ترتیب دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

خالقیار مجاهد څرګنده کړه چې غوره لوبډلو ته جایزې لکه توپ، جال او ستاینلیکونه ورکړل شول.

هغه د یادو سیالیو موخه د ورزش ترویج او د اختر په ورځو کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا وبلله.