Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«ځیني ګاونډي هېوادونه د بغض، عناد او حسد له امله د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی»

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): افغان چارواکو نن کابل کې یوه ناسته کې وویل، ځیني ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی، هلته مېشت افغان کډوال ځوروي، د هغوی شتمني ورنه اخلي او حقونه یې نه ورکوي.

یادو چارواکو د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو د هغوی دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته، پاکستاني پولیس په اسلام‌اباد، راولپینډۍ او نورو سیمو کې افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې را اړوي.

پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د تېر مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته رسېدلی.

د افغانستان د کډوالو او راستندونکو چارو وزارت د خبرپاڼې مخې، یوازې تېره ورځ د تورخم له فرضي کرښې څخه ۳۱۶ کورنۍ – چې شمېر یې ۱۵۸۹ تنو ته رسېږي – له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي، نن کابل کې د ختیځ لور مسافروړونکو وسایطو ترمینل د جوړېدو په پرانیست‌غونډه کې وویل چې ځیني ګاونډي هېوادونه د «بغض، عناد او حسد» له امله د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی.

هغه وویل: «په ګاونډيو ممالکو کې زموږ ستاسې وروڼه چې هلته یې هجرت کړی، ځورول کېږي، په تکلیف کېږي او له هغوی هغه د ژوند اساسات او هغه سهولتونه چې دوی ځانته په‌خپلو مټو برابر کړي او هلته یې خپله بودجه جوړه کړې وه، په خپلو مټو او په خپلو خولو باندې؛ هغه ورنه اخيستل کېږي او هېڅ حق نه ورکول کېږي.»

جلالي له ټولو افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت تل خپلو هېوادوالو ته خدمت کوي.

دغه راز، د اقتصاد وزارت سرپرست، دین‌‌محمد حنیف هم په نننيو مراسمو کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وویل چې ځیني ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه غواړي.

نوموړي وویل، هغوی غواړي افغانستان یې مارکېټ وي، هر څه چې تولیدوي دلته یې وپلوري او افغانستان یوازې د هغوی د توکو د مصرف بازار و اوسي، نه یو تولیدوونکی او خپلواک هېواد.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.