Language

تېر کال بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ ۱۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۷۰ نور ټپیان شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې تېر کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۴ ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله يې ۱۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۷ کسان ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال د ترافیک پولیسو د ترافیکي پېښو کمېدو په موخه پر واټونو ۲۰۰ ترافیکي لوحې نصب کړي، متقاضیانو ته یې د موټرچلونې ۳۳۳۹ جوازونه وېشلي او ۲۱۶۰ کسان یې د ترافیکي اصولو او قوانینو له کورسونو فارغ کړي دي.

نوموړي وویل چې د ترافیک پولیسو دغه اقدامات په ۱۴۰۳ کال کې د ترافیکي پېښو د کمېدو لامل شوي او ویې ویل چې په ۱۴۰۳ کال کې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۴ ترافیکي پېښې شوي دي.

د هغه په خبره، دغو ترافیکي پېښو کې د ښځو، ماشومانو او نارینه‌وو په ګډون ۱۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۷ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په ۱۴۰۲ کال کې ۱۶۳ ترافیکي پېښې شوې وې چې د هغو په پایله کې ۱۰۶ کسانو ژوند بایللی، د ښځو، ماشومانو او نارینه وو په ګډون ۲۹۷ کسان ټپیان شوي وو.

د امنیې قوماندانۍ ویاند په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو لاملونه د لارو خرابوالی، د موټرو تخنیکي عوارض او د موترچلوونکو بې‌احتیاطي یادوي.