چاریکار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): پروان کې ورزشي مسوولین وايي، دوه اونۍ مخکې د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسب د کرکټ پیل شوې سیالۍ نن د «قلاتک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عبدالظاهر خالقیار مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ دوه اونۍ مخکې د غوربند ولسوالیو د اتو غوره ټیمونو ترمنځ په سیاګرد ولسوالۍ کې وشوې چې اتلولي یې قلاتګ لوبډلې خپله کړه.
هغه وايي چې په دغو لوبو کې رنګاب لوبډلې دویم او ګردنه لوبډلې درېیم مقام وګاټه.
خالقیار زیاته کړه چې د دغو لوبو له جوړولو یې موخه ورزش، په ځانګړې توګه کرکټ ته د ځوانانو هڅول وو.
د هغه وویل چې غوره ټیمونو ته مډالونه، جامونه او ډالۍ ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP