Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات امنیه قومانداني: یو وسله‌وال غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو

هرات (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): هرات کې امنیتي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو غلو ترمنځ په نښته کې یو وسله‌وال غل وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه دوو وسله‌والو غلو د اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې چې په پایله کې یې یو وسله‌وال غل وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.

هغه وویل، دغو دوو کسانو د شپې له تیارې څخه په استفادې د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې سیمه کې د خلکو له کورونو غلاوې کولې چې د اوومې امنیتي حوزې ځواکونو د خبر له تر لاسه کولو وروسته هغوی پېژندلي او درولي یې دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه‌ راز وویل چې له غلو یوه تومانچه او یو موټر سایکل هم لاسته راغلي او نیول شوی کس د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.