کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده او ۳۶۶ میلیون امریکايي ډالره وه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزۍ کچه درې میلیارده او ۳۶۶ میلیون امریکايي ډالره وه.
دی وايي چې د سوداګرۍ دغه کچه درې میلیارده او ۳۱۱ میلیون ډالر واردات او ۵۵ میلیون ډالر صادرات جوړوي.
د هغه په خبره، په صادراتي توکو کې معدني ډبرې، ممیز، غیر الکولي مشروبات، د سبزیو تخم، کنجد، مۍ او داسې نور توکي شامل دي.
د جواد په وینا، په وارداتي توکو کې تېل، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، ماشینالات، د فابریکو خام مواد او داسې نور توکي شامل دي.
ورته مهال، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په هرات کې د ایران سرکونسل عليرضا مرحمتي ویلي، د دوغارون له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د کلنۍ اقتصادي راکړې ورکړې کچه څه باندې درې میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړې، د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو کچې لوړېدل، د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا او د پانګونې په جذب کې ډېر رول لري.
نوموړي دوغارون له ایران سره د افغانستان تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه وبلله او ټینګار یې کړی چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتوالی به د پانګوالو باور زیات او اقتصادي فعالیتونه به پراخ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP