Language

بلخ او هلمند کې د ماین‌جوړولو او وسلو ساتلو په تور اووه کسان نیول شوي

لښکرګاه، مزارشریف (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د بلخ او هلمند امنیتي مسوولین وايي، د ماین جوړولو او وسلو ساتلو په تور یې اووه کسان نیولي دي.

د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت په مارمل ولسوالۍ کې یې درې کسان د بم‌جوړولو په تور نیولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي: «موده وړاندې د بلخ ولایت مارمل ولسوالۍ کې یوه کس چې په خپل کور کې یې ماین جوړوو، د ماین چاودنې له امله په‌کې بل کس ټپي شوی و، د یادې قضیې په تور درې کسان نیول شوي دي او له یادو کسانو څخه ۱۳ کیلو باروت، یو میل کره‌بین ټوپک سره له ۲۸ مرمیو سره لاس ته راغلي دي.»

بل لور ته بیا د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ یې د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د عملیاتو پرمهال د یو شمېر وسلو او مهاتو د ساتلو په تور څلور کسان نیولي دي.

هغه وویل، له نیول شوو کسانو سره، کلاشينکوفونه، تفنګچې، شاجورونه، شريدونه، مرمۍ، مخابرې او اړوند وسایل یې، کمپيوټرونه، نظامي یونیفرم، لاسي بمونه، د راکټ‌انداز پټاکۍ، د شريدونو بکسې، کامره، پيشنګان او یو شمېر نور توکي نیول شوي دي.

نوموړي وویل، یاد کسان به له لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.