کابل (پژواک، ۱۸ حمل ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي، خو دغه سازمان د کافي مالي سرچینو په برابرېدو سره کولای شي دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې موتینټا چیوکا نن پر اېکسپاڼه د یوې ويډیو په خپرولو د دغه مطلب بیانولو ترڅنګ ویلي چې دمګړۍ افغانستان «د دغه هېواد په تاریخ کې د خوارځواکۍ له تر ټولو سخت ناورین» سره مخ دی.
هغې زیاته کړې، دا په دې معنا ده په هرو لسو ثانیو کې به یو ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شي او هغه میندې چې باید د بل نسل د تغذیې لپاره چمتو شي، په خپله پر خوارځواکۍ اخته دي.
چیوکا ویلي چې دغه سازمان د یاد وضعیت د مخنیوي وړتیا لري، مخکې یې هم دغه کار کړی او د کافي مالي سرچینو په برابرېدو سره کولای شي د ماشومانو او د هغوی د میندو د خوارځواکۍ درملنه وکړي او کافي خواړه ورته برابر کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP