Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ا.ا د افغانستان په اړه د ازبکستان ولسمشر له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د ازبکستان ولسمشر ویلي چې په نړۍواله کچه د افغانستان له منزوي کېدو مخنیوی مهم دی او اسلامي امارت هم د هغه له یادو څرګندونو هرکلی کړی دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تېره ورځ د یاد هېواد پارلمان کې د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې باید افغانستان هېر نه کړي.

هغه ویلي، پر دې باور دي چې په نړۍواله کچه د افغانستان له منزوي کېدو مخنیوی مهم دی.

نوموړي د اسلامي امارت له اوسنیو چارواکو سره جوړجاړی او خبرې اترې هم لازمي ګڼلې دي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت نن په یوه غږیز کلیپ کې د ازبکستان ولسمشر له دغو څرګندونو هرکلی کړی.

هغه ویلي: «د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف د مثبتو څرګندونو او د افغانستان په اړه د یاد هېواد د همیشني مثبت موقف ستاینه او هرکلی کوو.»

فطرت زیاتوي، په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي، پانګونې او داسې نورو برخو کې تعاملات او اړیکې د بل هر وخت په پرتله پیاوړې او مثبتې شوې دي.

هغه دغه راز ویلي، اسلامي امارت غواړي له ګاونډیو، د سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره خپلې هر اړخیزې اړیکې پراخه او پیاوړې کړي.

د ازبکستان ولسمشر له دې مخکې د سیمې په ثبات کې د افغانستان پر اساسي رول ټينګار کړی و او ویلي يې وو چې د افغانستان سرپرست حکومت له ګډون پرته په نړۍوالو خبرو کې مثبتې پایلې ته نه‌شي رسېدلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.