منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۱ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ازبېکستان

۸ راپورونه

راپورونه

جلالي د ازبېکستان له سفیر سره افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د واردولو په اړه خبرې کړې

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ازبېکستان له سفیر سره د روغتیا برخه کې د همکاریو پراخولو او له دغه هېواده افغانستان ته د درملو او پرمختللو طبي تجهیزاتو واردولو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

افغان او ازبېک چارواکو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ازبېکستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

نوراحمد اغا: له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي

د افغانستان بانک سرپرست د ازبېکستان مرکزي بانک له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.

غړي

افغان او ازبېک چارواکو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ازبېکستاني چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې تاشکند چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.