Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ازبېکستان سفیر: د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): په کابل کې د ازبېکستان سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او ازبېكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١,١ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارد ډالرو ته لوړه شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر كابل كې د ازبېكستان له سفير ايبك عثمانوف سره لیدلي.

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې عثمانوف وویل، د افغانستان او ازبېكستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ١,١ ميليارد ډالرو ته رسیدلی چې راتلونکی کال به دوه ميليارده ډالرو ته لوړ شي.

د سرچینې په حواله، یاده لیدنه کې د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت سرپرست وویل، اسلامي امارت له ازبېكستان او نورو كاونډیو هېوادونو سره د اړيكو پراختیا غواړي.

هغه د افغان ټرانس او نورو اقتصادي پروژو په پلي كېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، افغانستان غواړي له سيمه‌ييزو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیكو په پراختيا له سيمه‌ييز ثبات سره مرسته وكري.

مولوي عبدالکبیر د پاکستان له لوري د افغان كډوالو په اجباري ايستلو نيوكه وكړه او ويې ويل چې دا مهال په دغه هېواد كى افغان كډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.