کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله، خو اوس د امریکا ولسمشر ویلي، که دا تعرفه لرې نه کړې نو امریکا به پر چينايي توکو پنځوس سلنه نوره تعرفه ولګوي.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ امریکا د بېلابېلو هېوادونو پر صادراتو تعرفې ولګولې او پر چین د لګول شوې تعرفې کچه ۳۴ سلنه وه چې له شل سلنې پخوانۍ سره ۵۴ سلنه کېږي.
چین د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې راتلونکې اونۍ به له امریکا څخه پر ټولو واردېدونکو توکو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا تېره ورځ (دوشنبه) چین ته تر سېشنبې وخت ورکړی چې خپله تعرفه لرې کړي، که نه له ۵۰ سلنه نورې تعرفې سره به مخ شي.
د بيبيسي د راپور له مخې، په ځواب کې، په امریکا کې د چین سفارت واشنګټن پر «اقتصادي ځورونې» تورن کړی، او زياته کړې يې ده چې بیجینګ به «په کلکه له خپلو مشروع حقونو او ګټو ساتنه وکړي.»
له دې سره ښايي د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو او نړۍوالو سیالانو ترمنځ سوداګریزه جګړه لا ژوره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP