Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.

د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه تېره شپه د غوربند درې پر لویه لاره، روی‌آب سیمه کې د یو کرولا او ټکسي ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې اووه کسان ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینه لیکلي، دوېیمه پېښه د دغه ولایت مرکز اړوند رباط سیمه کې له سړکه د یوه موټرسایکل اوښتو ‎ له امله شوې چې موټرسایکل چلوونکي په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.