Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست د تڼیو ولسوالۍ غرنیزو سیمو کې خلکو د بادامو باغونو جوړولو ته مخه کړې

خوست‌ ښار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د خوست د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د دې ولسوالۍ ځینو غرنیزو سیمو کې یې د بادامو باغونو جوړولو ته مخه کړې، وايي، دا چاره نه یوازې د چاپېریال‌ساتنې برخه کې مرسته کوي، بلکې خلکو ته د دوامداره عوایدو او سالم مصروفیت زمینه هم برابروي.

د تڼیو ولسوالۍ د یو شمېر بڼوالو په خبره، اوس د دې ولسوالۍ په غرنیزو سیمو کې تر شلو ډېر د بادامو باغونه جوړ شوي چې په کې شاوخوا شل زره نیالګي اېښودل شوي او له دغه کاره یې موخه دا ده چې ځنګلونه احیا او ترڅنګ یې خلکو ته سالمه بوختیا پیدا شي.

بلخوا، په خوست کې مسوولین وايي، د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو اقلیم د بادام ونو د ودې لپاره مناسب دی او له دې ډول هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د تڼيو ولسوالۍ د داخيو سيمې يوه اوسېدونکي نقيب‌الله ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل، د بادامو په يادو باغونو کې يې تر شل زره ډېر نیالګي اېښي چې سږ کال یې کلیوال حاصلاتو ته هیله‌من دي.

دی وايي: «دا د داخيو قومي مشرانو او ځوانانو ګډه نوښت و چې يوه غرنیزه علاقه يې پر زراعتي ځمکه بدله کړه؛ سږ کال به ان‌شاالله تاسو خپله ووینئ، د هر باغ ونو ښه ګل کړی، دغه به ډېر حاصل ورکړي.»

د دې سيمې يوه بل اوسېدونکي غازي غريب‌مل پژواک ته وويل، د دې باغونو په جوړېدو سره ځنګلونه بیا احیا شوي او ترڅنګ یې د سیمې اوسېدونکو ته د مصروفیت زمینه هم برابره شوې ده.

هغه له نورو خلکو هم غواړي چې په خپلو سیمو کې د ورته پروژو په مرسته د اوږدمهاله کاري فرصتونو برابرولو لپاره لاس په کار شي.

نوموړی وايي: «دا ځايونه همداسې پراته وو، وروسته زموږ د کلي مشرانو تصميم ونيو چې دلته د بادامو باغونه جوړ کړي، يو خو به خلکو ته کار په کې پيدا شي او بل به دا سیمه ورسره ښکلې شي.»

د تڼيو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عمران خیال بيا وایي چې د بادامو د یادو باغونو په مرسته به د همدې سیمې د اوسېدونکو ترڅنګ د دغه ولایت ګڼو خلکو ته د اقتصادي پیاوړتیا زمینه برابره شي.

هغه زياته کړه: «په خپله منطقه کې چې څوک داسې يو ځای ولري چې شاړ پروت وي، هغه ځای کې بايد باغ جوړ کړي، د بادام، چهارمغز او نورې ونې په کې کېږدي؛ ځکه دا په خوست کې ښه نتيجه ورکوي.»

ورته مهال، د خوست ځايي مسوولين د دې ډول هڅو د ستاینې ترڅنګ ډاډ ورکوي چې دې ډول پروژو ته به د هر اړخیز ملاتړ زمينه برابر کړي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس شېرمحمد ذبيح پژواک ته وويل چې د خوست ځیني سیمې د بادام ونو د ودې لپاره مناسبه هوا لري.

هغه زیاته کړه، که کروندګر او اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي، نو په دغه ولایت کې به د کرنې په برخه کې ګڼې ارزښتمنې اقتصادي تجربې ترلاسه کړي.

د نوموړي په خبره: «په خوست کې چې بادامو ښه نتيجه ورکړې ده، هغه په کربزو، تڼيو او په نادرشاه‌کوټ ولسواليو کې ده؛ ځکه د دې ساحو د رطوبت اندازه کمه ده او اب هوا يې د بادامو لپاره مناسبه ده.»

که څه هم په تڼیو ولسوالۍ کې د بادامو د یادو بڼونو جوړېدل د خلکو د اقتصادي ودې لپاره ګټور ګام بلل کېږي، د دې ترڅنک د چاپېریال خوندیتوب لپاره هم دا ډول پروژې کولای شي د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي او د کرنې سکټور ته هم پراختیا ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.