پلخمري (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې نن د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې په موخه ځانګړی شل بستریز روغتون پرانیستل شو.
د بغلان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټرعبدالقهار احمدي چې نن یې د یاد روغتون د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل، بغلان کې په لومړي ځل په نشهیې توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې ځانګړی شل بستریز روغتون په فعالیت پیل کوي.
هغه وویل: «نن د ښځینهوو او ماشومانو معتادینو د علاج لپاره شل بستریز روغتون فعالیت پیلوي چې له دې مخکې بغلان کې دغسې ځانګړي روغتون شتون نه درلود.»
نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون کې به د بغلان په ګډون د شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه د ګاونډیو ولایتونو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنه کېږي.
ورته مهال، د یاد روغتون مسوولې ډاکټر فروزان عالمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون کې به روږدو ښځو ماشومانو درملنه په وړیا ډول ترسره کېږي.
هغې زیاته کړه: «په لومړي ځل د معتادو ښځو او ماشومانو درملنې روغتون فعالیت پیلوي چې یو معتاده ښځه او ماشوم به تر ٤٥ ورځو د متخصصو ډاکټرانو تر مراقبت او تداوۍ لاندې وي.»
عالمي وویل چې د روغتون ټولې کارکوونکې ښځینه دي چې کولی شي تر بل ځای په ښه توګه د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې، رواني مشورو او نورو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
بغلان کې د روږدو د درملنې یو بل څلوېښت بستریز روغتون هم فعالیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP