Language

تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه د تورخم له لارې څلور زره کورنۍ راستنې شوې دي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): ننګرهار کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د تورخم له لارې له پاکستان څخه ۴۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.

پاکستاني رسنیو تېره اونۍ وويل، په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو خپل اقدامات پیل کړي او په اسلام‌اباد او راولپینډۍ کې یې یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد.

د ننګرهار ولایت مقام رسنیو دفتر د وري په ۲۰مه پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د روانه اونۍ د تورخم له لارې هېواد ته له پاکستان څخه څلور زره افغانې کورنۍ راستنې شوې چې ډېره برخه يې په اجباري ډول را ایستل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه کورنۍ د پښتونخوا په ګډون د پاکستان پنجاب او يو شمېر نورو سيمو څخه راغلي چې هره ورځ يې په شمېر کې زياتوالی راځي.

بلخوا، د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، راستنو شوو کډوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې د مرستو زمینه برابره کړې ده.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، اوس‌مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.