Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان ابدالیان لوبډلې د ایرلینډ الف لوبډلې ته په څلور ورځنۍ سیالۍ کې ستره ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): افغان ابدالیان لوبډلې په یوازېنۍ څلور ورځنۍ سیالۍ کې د ایرلینډ الف لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

یاده لوبه د وري میاشتې په ۱۸مه د ابوظبۍ په تولرنس کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه چې نن د افغان لوبډلې په پیاوړې بریا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه؛ افغان لوبډلې د دې سیالۍ لومړۍ پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په سوځولو سره ۶۱۲ منډې وکړې او وروسته یې نوبت د ایرلینډ لوبډلې ته ورکړ.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې بهیرشاه ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران میر ۸۵، شمس‌الرحمن ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او دروېش رسولي ۵۳ منډې وکړې.

په مقابل کې د ایرلینډ الف لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره  ۳۰۹ منډې وکړې او ۳۰۳ منډې د افغان لوبډلې باقي شول.

دا چې د ایرلینډ الف لوبډله ۳۰۳ منډې د لومړۍ پاڼۍ باقي و نو په دویمه پاڼۍ کې یې بیا توپوهنه پیل کړه او ۱۰۹ منډې یې وکړې او د یوې پانۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر یې لوبه افغان ابدالیان لوبدلې ته وبایله.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لوري په توپ‌اچونه کې عرب مومند په دواړو پاڼیو کې د ایرلینډ الف لوبډلې ۱۰ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، له یادې څلور ورځنۍ لوبې وروسته به د افغان ابدالیان لوبډلې، د ایرلینډ او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزه سیالۍ پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.