خوستښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): خوست کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له خوا د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې او ټاکل شوې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د خوست مرستيال والي مولوي محبوبشاه قانت د روغتون د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل، دغه روغتون د خوست ښار لوېدیځه څنډه کې د حلقوي سړک ترڅنګ پر درېنیم جریب ځمکه د البدر خيريه بنسټ له خوا د ۱.۵ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او پر پرمختللو طبي وسايلو به سمبال وي.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد روغتون په جوړېدو سره به ډېر ناروغان نورو هېوادونو ته له تګه خلاص شي.
د نوموړي په خبره: «دا به پنځوس بستريز روغتون وي، په دې کې به په اعلی شکل اعلاج کېږي، بيا به زموږ ډېر هېوادوال پرديو هېوادونو ته نه وي مجبور، همدلته په خوست کې به انشاالله د ډېرو مرضونو اعلاج په همدغه روغتون کېږي.»
په همدې حال کې د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وايي چې په دغه روغتون کې به په لوړ کيفيت بېلابېل روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
هغه زیاته کړه چې د ياد روغتون په جوړېدو سره به تر يوه بريده پر ملکي روغتون د ناروغانو فشار هم کم شي.
د نوموړي په خبره: «په دغه رغتون کې به مختلف قسمه څانګې موجودې وي، لکه د ماشومانو، داخله، د زړه، سترګو، غوږ او پزې، نسايي ولادي او نورې، دا به محدودې نه پاتې کېږي او پراختیا به ورکول کېږي.»
ورته مهال، د خوست يو شمېر اوسېدونکي د البدر په نوم د ياد روغتون جوړېدو ته خوښ دي او وايي چې لا هم ډېر شمېر افغانان خپل ناروغان بهرنيو هېوادونو ته بیايي.
د خوست يوه اوسېدونکي محمدعارف عرفان پژواک خبري اژانس ته وويل، که په کور دننه معياري روغتونونه شتون ولري، نو خلک اړ نه دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته بوځي.
هغه وايي: «د دغه روغتون په جوړولو کې بايد کيفيت ته ډېره توجه وشي او هغه ماډرنه تکنالوجي په کې استعمال شي چې په اوس وخت کې ورته اړتيا ده، زموږ اکثره ناروغان پاکستان او ايران ته د تداوي لپاره ځي.»
د البدر په نوم د ياد روغتون جوړولو چارې داسې مهال پيلېږي چې د ناروغانو ډېرېدو له امله د خوست په ملکي روغتون کې وخت ناوخت ناروغان له ناسمو روغتيايي خدمتونو سر ټکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP