کندهار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): د کندهار امنیتي مسوولین وايي، نن سهار د دغه ولایت د امنیې قومانداني له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیرت اړوند د زړو مهماتو په یوه کانټينر کې د چاودنې له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې نن سهار د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت اړوند په یوه کانټینر کې زړو مهماتو چاودنه کړې ده.
خبرپاڼه کې لیکل شوې چې په دې پېښه کې څلورساتونکي ټپیان شوي او دغه راز د شاوخوا نږدې ودانیو ښيښو ته هم زیان رسېدلی دی.
تر اوسه نه ده معلومه چې یادو مهماتو ولې چاودنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP