Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري د خصوصي سکټور په همکارۍ کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې او سوداګرۍ پراختيا په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

مسوولین وايي، دغه نندارتون چې د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون نومول شوی، کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې، پانګوالو ته د اقتصادي متخصصينو له لوري د سوداګرۍ برخه کې د مشورو ورکولو او د صنعت د ودې په موخه جوړ شوی دی.

یاد نندارتون چې نن د جلال‌اباد ښار د سراج‌العمارت په بڼ کې پرانيستل شو، درې ورځې به دوام وکړي چې هره ورځ به د زرګونو کسانو د ورتګ کوربه‌توب وکړي.

د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس سید عبدالبصیر پاچا وويل، د نارنج ګل ملي او نړۍوال نندارتون په ۱۲۰ غرفو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ډول ډول تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي او خوښي يې وښوده چې وطني توليدات د نورو هېوادونو په پرتله با کيفيته او معياري دي.

نوموړي زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې او صنعت برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړې او پانګه‌وال کولای شي په هر سکټور کې چې قانوني بڼه ولري، کار او فعاليت وکړي.

بلخوا، د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل، په هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته رسېدلې، امن او ثبات حاکم شوی چې له برکته يې اوس په ټولو برخو کې پرمختګ ته زمينه برابره شوې او هر چا ته د کاروبار جوړولو فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه په اقتصادي، صنعتي او سوداګريزه برخه کې د امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو وروستيو بدلونونو ته په اشاره وويل، په نړۍ کې اقتصادي جګړه روانه ده او موږ بايد له شته فرصتونو په ګټې اخیستنې خپل اقتصاد جوړ کړو.

ده په هېواد او بهر کې پر افغان پانګوالو غږ وکړ چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ډاډ يې ورکړ اسلامي امارت پانګه‌والو ته ټول سهولتونه او تدابير چمتو کړي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګه‌وال هم دا ډول نندارتونونه د سوداګرۍ او صنعت د پراختيا لپاره ګټور ګڼي او له هېوادوالو غواړي چې دغو نندارتونونو ته ورشي، خپل کورني توليدات وپېژني او د بهرنيو پر ځای له کورنيو توليداتو ګټه پورته کړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر تورملنګ شګيوال وويل، د ډېر وياړ ځای دی چې په نندارتونونو کې د خپل هېواد توليدات نندارې ته اېښودل کېږي.

نوموړي زياته کړه، يو مهال افغانستان خپل توليدات نه درلودل، خو نن په هره برخه کې توليد کېږي او صنعتي برخه د پرمختګ په حال کې ده.

په دغه نندارتون کې چې د ننګرهار او د هېواد نورو ولايتونو خوراکي او غيرخوراکي توليدات نندارې ته اېښودل شوي، د کيفيت او معيار له مخې عالي او ارزانه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.