Language

یونیسف: تېر کال مو څه باندې ۲۰ میلیون افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې څه باندې ۲۰ میلیون افغانانو ته چې نیمايي یې ماشومان وو، د لومړنيو روغتیايي مراقبتونو خدمتونه وړاندې کړي دي.

یونیسف نن (پنج‌شنبه) د ۲۰۲۴ کال د راپور په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې څه باندې ۲۰ میلیون افغانانو ته چې نیمايي یې ماشومان وو، د لومړني روغتیايي مراقبتونو خدمتونه وړاندې کړي او نږدې ۱۲ میلیون میندو او ماشومانو د تغذیې اړوند خدمتونه ترلاسه کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې ۵۶۴ زره ماشومانو هم چې ۶۴ سلنه یې نجونې وي، د «ټولنې پر اساس زده‌کړې» پروګرام له لارې زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د سرچینې په وینا، دغه‌راز په یاده موده کې ۱،۱ میلیون افغان وګړو د اوبو او روغتیا بېړنیو خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی.