Language

د بغلان – بامیان لویه لار د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، د بغلان – بامیان لویه لار چې د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند څو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد مسیر د بغلان د ټولګټو ریاست تخنیکي ټیمونه په هڅو تېره شپه بېرته خلاص شو.

حق شناس زیاتوي، د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني، ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې چې د سړکونو د خلاصون او د خلکو د هوسا تګ راتګ په موخه پراخې او جدي هڅې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د وروستیو سېلابونو له امله نه یوازې د تاله او برفک ولسوالۍ سړک، بلکې د تخار – بدخشان سړک ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي.