Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست او جوزجان کې ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په خوست او جوزجان ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو له مخې، د يوې ښځې په ګډون درېيو کسانو ته د زنا په تور او د دوو ښځو په ګډون اتو کسانو ته د نامشروع اړیکو، د شعائرالله توهین، رشوت او دروغ راپور ورکولو په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، ابتدائيه محکمې یاد کسان له دوو تر پنځو کلونو پر تنفيذي بند او له ۳۵ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

سترې محکمې دغه راز لیکلي چې په جوزجان ولایت کې یې هم دوو ښځو ته د نامشروع اړیکو او له کور څخه د تېښتې په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.

سرچینې لیکلي چې ابتدائیه محکمې یاد کسان پر درې – درې کاله تنفیذي بند او ۳۹- ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سترې محکمې په فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلی کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.